امنیت

په کندز کې ١٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٩ تنه نور يې ټپيان شول .

کابل باختردچنګاښ شپاړلسمه :
اتلس تنه وسله وال طالبان تيره شپه دکندز ولايت په دوو ولسواليو کې له امنيتي ځواکونو سره دنښتې له امله ووژل شول اونهه تنه نور يې ټپيان شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني  دباختراژانس خبريال ته وويل : طالبانو دچار درې ولسوالۍ د وردګيانو په کلي کې دملي او سيمه ئيزو پوليسو په امنيتي پوستو له څواستقا متونو څخه بريدونه وکړل چې له پوليسو سره دنښتې له امله لس تنه ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز دامام صاحب ولسوالۍ په سه کوپرک سيمه کې دپوليسو او دطالبانو ترمنځ په نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دې نښته کې پوليسو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته