امنیت

په بادغيس کې ديوې تروريستي پيښې مخه ونيول شوه.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
دبادغيس ولايت امنيتي ځواکونو ديوې اندازې  چاوديدونکو توکو په کشفولو  سره چې په يوه  موټر سايکل کې  ځاى پر ځاى شوي و  د دغه ولايت دمقر په ولسوالۍ  کې ديوې تروريستي پيښې مخه  ونيوله.
د ٢٠٧ ظفرقول اردو د دريمې لوا قوماندان جنرال داودشاه وفادار باختر آژانس ته  وويل :   دغه چاوديدونکي توکې چې په يو موټر سايکل کې ځاى  پر  ځاى   کړاى شوي وو کشف او شنډ شول.
ده وويل   :  دغه موټر سايکل دځانمرګې بريد دتر  سره کولو په مقصد دبادغيس ولايت دمقر په ولسوالۍ کې د دريمې لوا دقوماندانۍ په  درې سوه مترۍ  واټن کې چمتوکړى شوى و چې په دغې ولسوالۍ کې دميشتو امنيتي ځواکونو دګډ ټولګي  له  خوا شنډ کړى شول .
تراوسه پورې د پيښې په  تور څوک نه  دى نيول شوى او په  دې باب   تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته