کابل باختر د ثور ٢٤
پنځه تنه ډار اچوونکي پرون دبلخ ولايت دچاربولک په ولسوالۍ کې ووژل شول . په بلخ ولايت کې د ٧٠٧ پامير زون وياند سيد سرور حسيني باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دبلخ ولايت دچاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
حسيني زياته کړه: په دغو عملياتو کې درې تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې دبلخ لپاره دوسله والو طالبانو دنومول شوي والي دمرستيال مولوي مطيع الله عمري پټنځي هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلى .
ديوبل خبرله مخې ، د ٢٠٩شاهين قول اردو دماين پاکولو ټيم دبلخ ولايت دچاربولک ولسوالۍ دزيک زيک په کلي کې ددښمن يو ښخ کړى شوي ماين کشف اوشنډ کړ .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل