خبرونهټولنه

زابل کې د ترافیکي پېښې له کبله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د وري ۱۹ مه، باختر

د زابل امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري ذبیح الله جوهر د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د کابل- قندهار پرلویه لاره د زابل د شهرصفا ولسوالۍ په اسحاقزو مانده سیمه کې له یوه ټیلرموټر سره د فورنرموټر د ټکر له امله ۳ تنه وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د پېښې شهیدان او ټپي شوی کس د امنیتي ځواکونو له لوري د کندهار د میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې د ژوبل کس روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته