۱۰۰ ورځې

تبصره

کابل باختردوري دمياشتې ٣٠
حامدکرزي د انتخاباتوله خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو له کميسيون څخه وغوښتل چې د انتخاباتو بهير دې په شفاف او مستقل ډول پرمخ  بوځي چې د خلکو اراده په رښتني ډول تمثيل شوې وي.
د باخترآژانس مبصر ليکي:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي خپله وروستۍ  راډيويي وينا د رايو د شمېرنې  او د انتخاباتي  نتيجو مسئلې ته ځانګړې کړه او دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلک په بې صبرۍ سره د انتخاباتو د نتيجو اعلام ته سترګې په لاره دي او هيله لري چې اړونده بنسټونه دې خپل کار په بشپړشفافيت او درايت کې ترسره کړي او نتيجې يې په داسې ډول خلکو ته وړاندې کړي چې اراده يې تمثيل شي .
په افغانستان کې انتخابات يو ملي بهيردى او په داسې وخت کې  ترسره  شول چې  د هغو د سبوتاژ او ګډوډولو لپاره د مغرضو کړيو او جريانونوله خوا زيات پروګرامونه  جوړشول. خو دغو پروګرام جوړونو  ونه کړاى شول چې د خلکو په ارادې باندې اغيزه وکړي.
په داسې حال کې چې د انتخاباتو د اعلام ورځې نږدې کيږي؛ دانتخاباتو د خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون دکړنو په نسبت نارې سورې اوريدل کيږي. ددغه شان نارو سورو شتون او ددغو دواړوکميسيونونو د مسوولينو د انتقادونو شتون دغه دواړه کميسيونونه زيات خوځښت ته رابولي چې دوى خپل کار په داسې ډول ترسره کړي چې شفافيت پکې شتون ولري او نتيجې يې  داکثريتو د منلو وړ وگرځي .
حامدکرزي پخپلو وروستيو خبروکې هيله کړې ده چې د انتخاباتو خپلواک  کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو د اوريدو کميسيون خپل کار په پړاويز ډول او  له ټاکلى مهال ويش سره سم ترسره کړي او خلکو ته قناعت ورکړي .
دغه راز د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس په دغو خبروکې دجمهوري رياست له نوماندانوڅخه غوښتي دي چې د خلکو د رايې او د انتخاباتو د نتيجو درناوى وکړي چې زموږ د خلکو ترمنځ ولسواکۍ، باور او اعتماد ټينګښت ومومي.
د افغانستان د خلکو په باورانتخابات دخلکو رايو ته درناوى او د انتخاباتي بنسټونو مسوولانه کار اوپه هېوادکې  ملي وفاق پياوړى کوي  او د ملي يووالى په باب څرګند او هر اړخيز تعريف وړاندې کوي.
هيله کيږي  لکه څنګه  چې د انتخاباتو نور پړاونه دخلکو په پراخ  ګډون اوپه سالم مديريت سره ترسره شول؛ دانتخاباتو نتيجې هم دسياسي ملحوظاتو په پام کې نيولو پرته او دملي او ټولنيزو ګټو په پام کې نيولو سره دخلکو په واک کې ورکړاى شي چې ټول راتلوونکى مشر د سترو انساني او هېوادنيوهدفونو په پرمخ بيولو کې   لکه څنګه چې لازمه ده؛ ونډه واخلي او په دې کار سره خپل هېوادنى او ملي پور ادا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته