امنیت

په هرات کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٠ :
دهرات ولايت  دګذرې ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ پوليسو ديوې قوي چاودنې
مخه ونيوله.
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ امنيتي ځواکونونن سهار دصنعتي ښارګوټي له يوې ګڼ ميشتې لارې څخه  يو ماين کشف اوشنډکړ.
دهرات  ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مقام باخترآژانس ته وويل  چې وسله والو طالبانو غوښتل  د دغه  ماين  په  ښخولوسره خونړۍ  پيښه   رامنځته کړي  خو بريالي نه شول.
ددغې ماين ښخونې په اړوند څوک نه دي نيول شوي  خو پوليس وايي په دې باب هلې ځلې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته