کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
په غزني ولايت کې دافغان هوايي او ځمکنيو ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې ٣٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل : افغان هوايي او ځمکنيو ځواکونو دوه ورځې مخکې ددغه ولايت داندړو ،ګيلان ،قره باغ، آب بند او دناوى دولسواليو په مربوطاتو کې عمليات پيل کړل
امرخيل زياته کړه :تراوسه پورې په دغو عملياتو کې ٣٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نولس تنه نور ټپيان شوي دي او عمليات دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ