کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
دبغلان ولايت پوليسو پرون درې تنه ديو تن دوژلو په تور ونيول.
دبغلان ولايت دخوست او فرنګ ولسوال محب الله محقق باختر آژانس ته وويل : مقتول چې ټاکل شوې وه درې ورځې وروسته واده وکړي دخپلې کوږدنې دکورنۍ له خوا ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه ، جان آقا چې دخپلې کوږدنې له خوا کورته بلل شوى و دتومانچې په ډزو سره وژل شوى دى .
محقق زياته کړه : ددغه هلک خسر خواښې او کوږدنه نيول شوي دي او پيښه ترڅيړنې لانده ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ