ورزش

په هرات کې دفوټسال سيالۍ دوام کوي.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٦
په هرات کې دفوټسال دغوره ليک سيالۍ نن په دوولوبو سره دوام کوي.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيال الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليو کې لومړۍ دعرفان او ميلاد ټيمونه او بيا د ابوالوليد او د دوستانو ټيمونه لوبې کوي.
په هرات کې دفوټسال دغوره ليک سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوې دي او په دوام به يې دجمعې په ورځ دسرخ پوشانو ټيم له غازي ټيم او صرافانو ټيم له جامي ټيم سره لوبې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته