امنیت

تبصره

کابل باختر د کب ديارلسمه :
  دکابل ښار په امنيتي  نظام  کې وروستي کادري بدلونونه دغې انګيزې  ته قوت وربخښي  چې افغان  دولتي چارواکي  دهيواد په اداري او امنيتي نظام کې داصلاحاتو دراوستلو په مقصد ژمن دي .
دباختر اژانس مبصر ليکي ،  دکابل ښار په امنيتي نظام کې وروستيو کادري بدلونونو دپايتخت دښه امنيت او دټولنيز نظم دتامينولو  لپاره هيلې ته قوت وربخښلى دى .  دواکمنو مقاماتوله پريکړې  سره سم په دې وروستيو  وختوکې  دامنيتي حوزو يوشمير مسوولين  لاړل او يوشمير نورو دهغوى ځايونه ونيول .
دغه بدلونونه په پايتخت کې دامنيت دښه والي په مقصد ترسره شول .چې کيداي شي دستاينې وړ وي چې بايد لمن يې نورو ادارو او وزارتونو ته پراختيا ومومي .
سره له دې هم که چيرې وروستي حرکت دخلکو په پته له ځينوتوضيحاتوسره يوځاى شي ښه  به وي چې خلک په دې پوه شي هغو کسانو چې تر پرون پورې يې په پايتخت کې دامنيتي حوزو دمسوولينو په توګه کار وکړه کار يې له کومو پايلو سره يوځاى وو ؟  ځکه له څومياشتو راپديخوا کابل ښاريان  له ډول ډول جنايي پيښو له پلوه  په تنګ شوي دي  له بده مرغه  دغو پيښو يولړ نارې سورې هم له ځان سره لرلې .  نه يوازې  امنيتي بنسټ  په تيره بيا پوليس  دهغو په کمښت کې  له انتقاد سره مخامخ و بلکې  نور تورونه هم  دپوليسو په پته  لګول کيدل ، اوس  دکورنيو چارو په وزارت کې مقامات دې  بايد په ډاګه کړي  . دپوليسو هغه پخواني مسوولين  چې  بې کفايته  او بې اغيزې  وښودل شول او کار يې  له لاسه ورکړ .بايد  دخپلو کړنو په وړاندې ځواب ووايي .
رسنيو پخوا  يوشمير رپوټونه  خپاره کړي دي  چې  ددې څرګندوى و چې ځينې دولتي  ارګانونه په تيره بيا دکورنيو چارو او بهرنيو چارو  وزارتونه  له  شخصي سليقو او دسياسي ډلبنديو څخه  زيانمن دي . او زياتره  ټاکنې دسليقو ، واسطو او ديوشمير سياسي شخصيتونو او دپارلمان دوکيلانو او دمخورو قومي شخصيتونو دنفوذ  دعملي کولو له مخې  ترسره شوي و .
داسې زيات موارد شته  چې ښيي  په دغه وزارت کې  په زياترو  ټاکنو کې  نه  دمسلکي معيارونو او غوره سالاري له مخې چې  نننۍ ژمنه ده  ترسره شوې وې  بلکې  داسې اشخاص  دکار په سر کې  ګومارل شوي و،  دمسلکي ارزښت يې نه درلود خو بهرني  ملاتړ  ورسره و . داکار  ددې  سبب شو  چې ظرفيتونه له منځه  يوړل شي او ادارې  دغير تحصيلي  افرادو په شتون کې  په  کمزورو او غير اغيزمنو بنسټونو بدلې شي.
  دترلاسه شويو معلوماتو له مخې،  دغوره سالاري او دمتخصصو افرادو دګومارلو په مقصد  لومړي ګام دکورنيو چارو په وزارت کې  واخيستل شو . او داسې نښې نښانې  شته  چې دغه انګيزه  دبهرنيو چارو وزارت ته هم ليږدول شوې  ده  او هيله کيږي چې  نورو ادارو ته هم  خپله لاره  پيداکړي .  او غوره سالاري  يو اصل او يو هدف  وګرځي .چې خلکوته په ډاګه شي  چې زموږ دولتي چارواکي  غوره سالاري په يوې انګيزې  سره  تعقيبوي  او هغه  خپله  کاري  ستراتيژي بولي .
  دغه راز  دکورنيو چارو په وزارت کې کدري مسئلو  ثابته شوه  چې  دکورنيو چارو  په وزارت  او په نورو بنسټونو کې دکدرونو ټاکنه  دبهرني لاسوهنې زيږنده وه  او يوشمير  زبرځواکونو  هلې ځلې کړي دي  چې دخپلو سليقوي کسانو  او خپلوانو ته  په دغه شان بنسټونو کې ځاى ورکړى . سياسي شخصيتونو ،  لاس وهوونکو ، په پارلمان کې دخلکو استازو او مخورو قومي اشخاصو ته  دخلکو سپارښتنه داده چې دوى دحکومتي بنسټونو په کدري چارو کې نه لاسوهنه  يو فرهنګ وبولي  اوځان  په دغه شان  کوچنيو  کارونو مصروف نه کړي .
  دوى بايد په دې پوه شي  چې په ستر هيوادنيو موضوعګانو کې ددوى لاسوهنه  هغه ځاى چې ملي گټې له ګواښ سره مخامخ کيږي ددې  هيواد  ديتيمانو او دکونډو ښځو برخليک  زيانمن کيږي  دهيواد اقتصاد لوټيږي  ، توجيه کيداي شي  ځکه  په دموکراتيکو او ولسواکو ټولنو کې  کدري مسئلې  دلياقت  ، وړتيا ، توان او ظرفيت له مخې  دي . څه کيږي  چې دغه اصل  په افغانستان کې هم رعايت شي  چې باثباته ټولنه  جوړه کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته