ښوونه او روزنه

په هرات کې دقوران منځنې ښوونځې دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه

دهرات ولايت د  ګذري ولسوالۍ دقوران دنجونو منځنې ښوونځې دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره پرون ددغه ولايت  دوالي اودپوهنې درييس له خوا کيښودل شوه.

دباخترداطلاعاتي اژانس دخبرله مخې دغه ودانۍ دبيات  مرکز په مالي مرسته په يو پوړ کې په پاخه  ډول په څلورو مياشتو کې جوړيږي .

 په دې ودانۍ کې شپږدرسي اودوه اداري خونې او نور ضروري ملحقات  په پام کې نيول شوي دي.

په دې ودانۍ کې اوس ٦٧٠  تنه نجونې په زده کړه بوختې دي  چې ددغې ودانۍ په  جوړيدو سره به زده کوونکو ته دښي زده کړې زمينه برابره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته