ټولنه

د مور په شېدو د تغذيې نړيواله اوونۍ ونمانځل شوه

کابل/باختر/ د زمري١٦مه

د مور په شېدو د تغذيې نړيواله اوونۍ پرون د بدخشان په مرکز فيض آباد ښارکې ونمانحل شوه.

د باختر آژانس د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه ولايت کې جوړه شوې وه؛ د بدخشان د تغذيې مسوول ډاکتر محمدجاوېد محبي وويل: د دغې ورځې د نمانځنې هدف د مور په شېدو له تغذيې څخه د ميندو د پوهاوي د کچې لوړول دي او د مور شېدې نه يوازې د ناروغيو په مقابل کې ماشوم ته معافيت ورکوي؛ بلکې ماشوم ته قوي خواړه هم شمېرل کېږي.

په غونډه کې د بدخشان والي وويل چې په دغه ولايت کې د دولتي ادارو مسوولين مکلف دي چې د کار په چاپېريال کې هغو ميندو ته چې ماشومان لري؛ د شېدې ورکولو ځاى جوړ کړي چې په خپل وخت خپلو ماشومانو ته شېدې ورکړي.

پاى جذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته