امنیت

په قندهارکې د تروريستي بريدونو د شپږوتنو سازمان ورکوونکو نيول

کابل باختر د کب دويمه :
هغه شپږ تنه چې ويل کيږي په قندهارولايت کې يې د ځينو تروريستي بريدونو دپلان جوړولو مسووليت په غاړه درلود؛ د ملي امنيت د مامورينوله خوا ونيول شول .
دغوکسانوچې د وسله والوطالبانو د ډلې غړي بلل کيږي؛ د انتخاباتو د بهير د ګډوډولو، په انتخاباتوکې دنه ګډون لپاره د خلکو د ګواښلو او د دغې تروريستي ډلې غړيتوب د ځوانانو د جلب اوجذب په ګډون د تروريستي بريدونو د پلان جوړولو مسووليت په غاړه درلود.
دقندهار ولايت د رسنيو دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره وايي چې د وسله والوطالبانو د ډلې دغه شپږ تنه غړي پرون ناوخته دملي امنيت د ځواکونو د ځانګړوعملياتوپه بهيرکې ونيول شول .
نيول شويوکسانو اعتراف کړى دى چې دپاکستان په خاوره کې د يو شمېر کړيو له خوا په قندهارکې د ځينو خونړيو تروريستي بريدونوپه طرحه کولو او د انتخاباتو د بهير په ګډوډولوګومارل شوى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته