امنیت

دوسله والو طالبانو دڅلورو تنو سرونه غوڅ کړل .

کابل باختر دکب  دويمه

  وسله والو طالبانو په هلمند ولايت کې دجاسوسي په تور  دڅلورو تنو سرونه غوڅ کړل .

 دغوکسانو دواشير ولسوالۍ په شاه پشتې سيمه کې خلکو ته مخابراتي اسانتياوي برابرولي چې دوسله والو طالبانو  له خوا يې له تښتول کيدو وروسته سرونه غوڅ  کړاي شول .

 دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي دباختر اطلاعاتي اژانس ته  ددغه خبر دتائيدولو په ترڅ کې په ډاګه ونه ويل چې دغه کسان دکوم مخابراتي شرکت کارکوونکي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته