سیاست

د پکتیکا ځوانانو د پاکستان خلاف لاریون وکړ

 ښرنه/د زمري۲۵مه/باختر
په پکتیکا کې ولسونو د اګست ۱۴ مه، د پښتنو، بلوڅو او افغانانو د وژنې د پیل توره ورځ یاده کړه او د دغه ولایت برملې ولسوالۍ کې یې له ډیورنډ کرښې سره نږدې لاریون وکړ.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبرله مخې، لاریون کوونکو د پاکستان د پوځ او ادارو خلاف شعارونه ورکړل.
سرچینه  زیاتوي چې لاریون کوونکو پاکستان د پښتنو او بلوڅو په وژنو او له بشري حقونو څخه په سرغړونه کې ښکېل وباله.
دوی په بابړه کې د سلګونو بې ګناه او بې وسلې پښتنو وژنه او په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مهم غړي عارف وزیر وژل کېدل، لویې غمیزې یادې کړې او په سختو ټکو یې وغندلې.
لاریون کوونکو پاکستان د نړۍ لپاره د سرطان دانه وبلله او دغه هېواد یې په بشري جنایتونو او قومي ټولوژنو کې ښکېل هیواد او د نړیوال تروریزم مرکز یاد کړ.
دوی زیاته کړه چې پاکستان دوه مخی سیاست لري او تل یې زموږ هېودوال د ویر پر ټغر کینولي دي.
دوی دغه راز په دې وروستیو کې د ډیورنډ هغې غاړې څخه د پاکستاني پوځیانو په توپونو او راکټي برېدونو د برملې د یو شمېر ځایي اوسېدونکو مرګ ژوبله هم وغندله.
د برملې مشران وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو د توپونو او راکټي برېدونو له امله د دې ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې شلو ځایي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
ویل کېږي د پاکستان د برېدونو له وېرې د برملې له یو شمېر سیمو لسګونه کورنۍ د پکتیکا نورو سیمو ته کډه شوې دي چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته