سیاست

ډاکټر زلمي خلیلزاد د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپلو نویو سفرونو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٥نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي، ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله هم حضور درلود، ډاکټر خلیلزاد جمهور رئیس ته په افغانستان کې د سولې د هڅو په خاطر د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او سیمې ته د خپلو راتلوونکو سفرونو په اړه یې هم خبرې وکړې. جمهوررئیس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي هڅې وستایلې، وې ویل: افغان حکومت په جنیوا کنفرانس کې خپل مذاکره کوونکی ټیم اعلان کړ او په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره زموږ اراده جدي ده. د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: د سولې ګډې هڅې باعزته او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې له موږ سره مرسته کوي.# پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته