امنیت

١٦ تنه په پروان کې دواورې دښوئيدو له امله ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
په پروان ولايت کې دواورې دښوئيدو له امله شپاړلس  تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول
دپروان والي محمد عاصم عاصم نن په يوه خبري  غونډه کې  وويل چې تيره شپه دواورې دسخت اورښت او ددغه ولايت دسرخ پارسا اوسياه ګرد په ولسواليو کې شپاړلس تنه دواورې دښوئيدو له امله ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
ده وويل: ددغه ولايت  ټولو دولتي ادارواو موسسو ته لارښوونه شوې ده چې ډير ژر دې له زيانمنو شويو خلکو سره مرسته وکړي .
دغه راز په دې غونډه کې دپروان ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې رييس محمد امين حيدري وويل :دواورې دسخت اورښت او دواورې د ښوئيدنې  له امله دپروان ولايت يوزيات شمير خلکو ته زيان اوښتى دى چې دچاريکارو په ښار او دسالنګ ، سيدخيل ، سرخ پارسا او دسياه ګرد په ولسواليو کې داستوګنې ٣٤ کورونه ويجاړ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته