خبرونهامنیت

په هرات کې دوه تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

 کابل، د تلې ۱۷ مه، باختر

د هرات امنیتي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې دوه تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د هرات د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبازې مدیریت مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې یې یو تن د قتل او یو بل یې د ناقانونه وسلې د لېږدونې او الکولي مشروباتو په تور نیولی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې له نیول شوي کس څخه یوه تومانچه، ۲۵ لېټره الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.

نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او له څېړنو وروسته به یې دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا