اقتصاد

شپيته مليونه ډالره ليلاميږي

کابل باختر  د چنګاښ ١٨ :
مرکزي بانک شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري.
ددغه بانک په ليک کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي:  دافغانستان بانک د روان کال د چنګاښ دمياشتې په  ٢٢او ٢٥ د شنبې او سه شنبې  په ورځو شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابرهغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوايې شل زره ډالره د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي؛  بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي. له ټولوبرخه والو څخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبي فورمې د ليلام د ورځو دسهارپه نهو بجو د بازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي او په نهه نيموبجو دې بيرته وسپاري  . هغه صرافان  چې تراوسه پورې يې شل زره ډالره تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصد نه دى تحويل کړى، کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
د يادونې وړ بلل کيږي چې د معاملوقسمي ترسره کول مجاز نه دى. د ليلام ګټوونکي  دخپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول  اوپه حوالې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي..

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته