ټولنه

د مبارکۍ پيغام

کابل  باختر د ثور د مياشتې ٥ مه:
د مجاهدينو د برياليتوب د کاليزې په مناسبت د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د مبارکۍ پيغام
د مجاهدینو د بریالیتوب د څلورویشتمې کالیزې له امله د افغانستان جلالتمآب جمهور رئیس جلالتمآب اجرائیه رئیس دهغوی مرستیالانو او ټول مسلمان مجاهد ملت ته مبارکي وایو.
د غوايي دمياشتې اتمه، دافغانستان دمسلمان او پر ازادۍ مين ملت د برحق جهاد د برياليتوب او د کمونستانو د وحشي او سفاک رژيم د نسکورېدو له ورځې سره برابره ده.
د هغه ملحد او بېدينه رژيم د راپرځېدو ورځ چې د۱۳۵۷ هجري لمريز کال د غوايي په اوومه نېټه يې د وخت د شوروي اتحاد په لارښوونه د سردار محمد دا‌ؤد د حکومت پر ضد خونړۍ کودتا وکړه، هغه او د هغه د کورنۍ ماشومان او ښځې يې په بېرحمانه ډول ووژلې چې همدغه خونړۍ ورځ زموږ د مسلمان ملت د ټولو بدمرغیو پیلامه وه، د قدرت دغه وږي  او عقده من د هريان د واک پر ګدۍ کيناستل . کمونستانو چې لا د مخه يې د افغانستان د مسلمانو وګړو او ډلو لستونه جوړ کړي وو د ديني عالمانو ، روحانیونو، مشایخو، د پوهنتونو او مدرسو د استاذانو ، انجينرانو، ډاکترانو، محصلانو ، قاضيانو ، د اردو او پوليسو د منصبدارانو، قومي مشرانو ، ملی سوداګرو او مخورو سپين ږیرو په نيولو ، بندي کولو، ډله ييزو وژنو او د بیلدوزرو په ذریعه ژوندي تر خاورې لاندې کولو لاس پورې کړ او د مظلومانو د وينو له تویولو څخه یې خوند اخیست او شعار يې دا ؤ چې موږ ته یوازې هغه خلک په کار دي چې زموږ مفکوره ومني او کوم خلک چې زموږ مفکوره نه مني هغوی ټول زموږ دښمنان دي.
دوی چې له مادیاتو پرته یې په هیڅ شي عقیده نه لرله په دې نه پوهېدل چې مسلمان د سر او مال قربانیو او د هرډول تعذیبونو او کړاوونو زغملو ته حاضریږي خو اسلام پرېښودل په هیڅ شان نشي منلای.
ددوی له ذهن نه دافغانستان د مسلمان ملت تاریخ هم هېر شوی ؤ چې دغه میړني ملت د تاریخ په اوږدو کې د هیڅ ښکېلاکګر په وړاندې د غلامۍ سر نه دی ټيټ کړی.
له همدې امله کمونستان له هغه څه سره مخامخ شول چې په تصور کې یې هم نه ورګرځېدل او هغه دا چې دافغانستان مسلمان ملت سراسري پاڅون وکړاو په جهاد يې لاس پورې کړ.
شوروي زبرځواک د خپلو مزدورانو د ملاتړ او په بې شرمانه توګه د ازاد افغانستان د اشغال لپاره په مدرنو وسلو سمبال سره پوځونه د افغانستان خاورې ته را ننویستل چې په دې کار سره زموږ د مسلمانو خلکو کرکه او غوصه لاپسې زیاته او د قربانۍ ولولې یې لاپسې څپانده شوې، له پنځو ملیونو زیاتو خلکو خپل کورونه او جایدادونه پرېښودل هجرت یې وکړ او په هېواد کې پاتې مسلمانانو د مجاهدینو خدمتونو ته ملاوې وتړلې.
په دې ستر جهاد کې له یونیم ملیون څخه زیات نارینه ، ښځې او ماشومان شهیدان شول، په لکونو نور معیوب او معلول شول، په لکونو ښځې کونډې او په لکونو ماشومان یتیمان شول.
کورونه وران ویجاړ او کروندې او باغونه په شاړو او سپیرو ډاګونو بدل شول او اقتصادي تأسیسات ټول له منځه لاړل خو دې ټولو پېښو نه یواځې زموږ د خلکو حوصلې ماتې نه کړې بلکې د جهاد څپې ورځ تر بلې څپانده شوې ترڅو چې د الله تعالی په مرسته په پایله کې سرو پوځونو او کمونست مزدور رژیم له شرمه ډکه ماتې وخوړله او څلورویشت کاله د مخه د۱۳۷۱ هجري لمریز کال د غوايي په اتمه نیټه مجاهدین بریالي او په ګران افغانستان کې د اسلام او ازادۍ بیرغ رپانده شو.
دافغانستان ستر جهاد دنړۍ د محکومو  ولسونو د ازادۍ ښه مدرسه شوه او د نړۍ په نقشه کې د تل لپاره دشوروي اتحاد نوم ورک شو. کمونیستي مفکورې ماته وخوړه. دلینن مجسمه نسکوره او د برلین دیوال ونړېد د منځنۍ آسیا او شرقي اروپا لسګونه هېوادونه د کمونیزم له دوزخ څخه ازاد شول او خپل آزاد او دخپلې خوښې ژوند یې پیل کړ، خو له بده مرغه د غدارو دښمنانو د لاس وهنو له امله تر اوسه پورې په دې هېواد کې سوله او ثبات ټینګ نشو او پرله پسې د کمونیستانو لخوا د بل شوي اور لمبې کله په یوه او کله په بل نامه لا تازه دي او د پخوا په شان زموږ له مظلوم ولس نه قرباني اخلي، د بې رحمانه وژنو چاودنو او انتحاري حملو له وجې هره ورځ زموږ سلګونه بې ګناه مسلمان هېوادوال شهیدان، ټپیان، تور سرې مو کونډې او بچیان مو یتیمان کېږي، خو زموږ دښمنان باید ددې قهرمان ملت له تېر تاریخ څخه عبرت واخلي او لرې نه ده چې اوسني دښمنان به مو هم دپخوانیو په شان له شرمناکې ماتې سره مخامخ شي.
اوس زموږ وجیبه داده چې دا وران ویجاړ افغانستان د ملي وحدت او یو بل ته دلاس ورکولو په روحیه جوړ کړو او خپلمنځي اختلافات شاته وغورځوو د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږو او پرې نږدو چې پردي زموږ یووالي او پرمختګ ته زیان ورسوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته