امنیت

درې تنه سيمه ييز پوليسان په پکتياکې شهيدان شول

 کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
په پکتياولايت کې د يولړ چاودنو له امله درې تنه سيمه ييز پوليس ووژل شول او يوتن بل ټپي شو.
لومړۍ چاودنه نن سهار  د نهو بجو په شاوخواکې دځاځيو ولسوالۍ بازار ته څېرمه
هغه وخت وشوه چې دپوليسو دسرتيرو دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت .
د پکتيا ولايت مرستيال عبدالولي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول.
دويمه چاودنه له دغې پيښې څخه نږدې نيم ساعت وروسته د ځاځيو ولسوالۍ په يوبل سړک کې د سيمه ييزو پوليسو د سرتيرو په يو کاروان وشوه .
ويل کيږي په دې چاودنه کې يو سيمه ييز پوليس شهيد اويوتن بل يې ټپي شو.
دريمه چاودنه هم نن له غرمې مخکې د لسوبجو په شاوخواکې دځاځيوپه ولسوالۍ کې وشوه خو د پکتيا ولايت مرستيال وايي چې په دې چاودنه کې د سر زيان نه دى اوښتى .
ده وسله وال طالبان ددغو پيښو مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو دهغو د عاملينو د پيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته