نړۍ

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي اسلام آباد ته ورسيد

اسلام آباد – دى دان – باختر دلړم دمياشتې ٦
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي (دن فلدمن) نن د دوه ورځني سفر لپاره د پاکستان پايتخت اسلام آباد ښارته ورسيد.
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: فلدمن نن د پاکستان د صدراعظم د ملي امنيت او د بهرنيو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره غونډه وکړه او د دوه اړخيزو اړيکو او په سيمې او افغانستان پورې د اړوندو مسئلو په باب يې خبرې وکړې.
په هغې وينا کې چې پاکستان ته د دغه استازي له سفر مخکې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې ده؛ ويل شوي دي: ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان په چاروکې د امريکا خاص استازى په پاکستان کې د خپلې استوګنې په بهيرکې ددغه هيواد له يو شمېر پوځي او ملکي مقاماتو او دغه راز د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته