خبرونه

په هرات کې دوه ته د وژنې او جنګي وسایلو د ساتنې په تور ونیول شول

کابل، د زمري ۲۱ مه، باختر

د هرات امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې ۲ تنه د وژنې او جنګي وسایلو د ساتنې په تور نیولي دي.

د هرات د امنیتې قومندانۍ یو مسوول باختر آژنس ته وویل چې یو تن یې د شین ډنډ ولسولۍ له مربوطاتو څخه  د وژنې او یو بل یې د جنګي وسایلو د ساتلو په تور نیولی دی.

د هرات امنیتي چارواکي وايي  امنیتي ځواکو یوه تومانچه، لاسي بمونه، ډول ډول ګولۍ او یوه اندازه نشه توکي د نیول شوي کس له کور څخه ترلاسه کړي دي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا