سیاست

درايو ورکولو مرکزونه اعلام شول

کابل _ باختر دکب دمياشتي اتمه :
   دجمهوري رياست دانتخاباتو درايو ورکولو دمرکزونو بشپړ فهرست نن دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا اعلام شو .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  دانتخاباتودخپلواک کميسيون ددارالانشا رييس ضيا الحق  امرخيل په يوه خبري غونډه کې اعلام وکړ چې دجمهوري رياست  دانتخاباتو لپاره په ټول هيواد کې  درايو ورکولو شپږ زره  نهه سوه  اتلس مرکزونه  ټاکل شوي دي .
  دده دڅرګندونوله مخې ، امنيتي ارګانونو ته ويل شوي دي  چې تر څلورومياشتو پوري دې  دغه مرکزونه  وڅيړي او درايو ورکولو په موده کې دې  دهغو امنيت تامين کړي .
  په همدې حال کې  دانتخاباتو د خپلواک کميسيون  ويندوى  نور محمد نور دباختراژانس  خبريال ته وويل :  چې درايو ورکولو دمرکزونو لست  ديو ليک په ملتيا دهيواد امنيتي مرکز ته ليږل شوي دي .
ټاکل شوې ده  دجمهوري رياست او دهيواد دولايتي شوراګانو انتخابات د ١٣٩٣ کال  دورې دمياشتې په شپاړسمه نيټه  ترسره  شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته