امنیت

حامدکرزي : دسمنګانو ولايت دتروريستي پيښې دڅيړنې په مقصد يو هئيت موظف کړ .

کابل باختر د چنګاښ څليرويشتمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  هغه ځانمرګي بريد په ډيرو سختو الفاظو  سره وغانده چې په ولسي جرګه کې دسمنګانو دخلکو داستازي احمد خان سمنګاني  ، دسمنګانو ولايت دامنيت درييس جنرال محمد خان  او په دغه ولايت کې  زموږ ديو شمير نورو بي ګناه هيوادوالو دمرګ ژوبلي سبب شوه .

 په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې  چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له  لارې باختر اژانس ته رسيدلي ده ويل شوي دي .

 دافغانستان دخلکو دښمنانو نن سهار په ايبکو ښار کې  داحمد خان سمنګاني  دلور دواده په مراسموکې د ځانمرګي بريد په ترسره کولو سره داحمد خان سمنګاني او دسمنګانو ولايت دامنيت رييس جنرال محمد خان په ګډون اوولس تنه شهيدان او په ولسي جرګه کې دخلکو داستازي  محمد اسحق رهګذر ، د ٦٠٦  انصار زون دقوماندان سيد احمد سامع او دسرپل دپخواني والي سيد اقبال  منيب  په ګډون درې څلويښت تنه نور يي ټپيان کړل .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس په کلکه  ددغه تروريستي بريد په غندلو سره وويل   دافغانستان دښمنانو يوځل بيا زموږ دبي ګناه خلکو او دجهادي شخصيتونو په وژلو لاس پورې کړ چې په خپلو هلوځلو سره په دي بريالي شوي و چې  دهيواد په ملي يو والۍ کې رول ولوبوي .

 دجمهور رييس  له حکم سره  سم ددغي پيښې  دڅيړنې په مقصد  دلوى څارنوالۍ له مرستيال څارنپوه  رحمت الله نظري په مشرى چې په ترکيب کي يي دکورنيو چارو وزارت دملي امنيت دلوى رياست او دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکي اداري استازي شامل دي موظف کړي شو .

   هئيت ته دنده وسپارل شوه چې دشهيدانو کورنيو ته د ډاډ ګيرني  او خواخوږي  دمراتبو دڅرګندولو او دهغوي داحوالو  دپوښتنې  په ترڅ کې  ددغي پيښې  څرنګوالي په جدي توګه تعقيب اووڅيړي او دنتيجو په باب دي ډير ژر دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي .

  دغه راز  دهيواد جمهور رييس د شهيدانو له کورنيو  سره دتيلفوني اړيکو په ترڅ کې دخپلي ژوري خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب دوي ته څرګند کړل او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه يي دوي ته دصبر او زغم  او ټپيانو ته د بشپړي روغتيا هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته