امنیت

په روزګان کې د طالبانو په مرکز مرګانى راکټي بريد

کابل باختر د زمري ٢٧مه
په روزګان کې بهرنيو پوځيانو د وسله والو طالبانو په يو مرکز د توغندى بريد کړى دى.
په لومړنيو رپوټونو کې ويل شوي دي چې په  بريد کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په بريد کې د طالبانو يو مرکز هم له ټولو جنګي وسايلو سره له منځه وړل شوى دى.
د طالبانو دغه مرکز د چارچينو ولسوالۍ په هوشي کلي کې موقعيت درلود.
د يو بل خبرله مخې، په روګان کې  د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار اته ماينونه د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف اوشنډ کړل.
  ختم_سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته