ښوونه او روزنه

په هرات کې ديوښوونځي دنوى ودانۍ پرانستل

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٢ :

دهرات ولايت دانجيل دکبرزان دکلي دښوونځي نوى ودانۍ پرانستل شوه.

دغه ودانۍ دهرات دبياررغاونې دولايتي ټيم له خوا ديوسلو پنځوسوزرو ډالرو په لګښت په يوه پوړ کې  جوړه شوې وه .

دهرات ولايت  دپوهنې رييس بصيراحمد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  په دې ودانۍ کې اته درسي خونې په پام کې نيول شوي دي.

دطاهري دڅرگندونوله مخې  ددغې ودانۍ  په پرانستلو سره زرو تنو زده کوونکو  په سالم درسي چاپيريال برلاسي پيداکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته