سیاست

جمهور ریېس غني اطلاعاتو ته د لاسرسي د همغږۍ کمېټې د جوړولو هرکلی وکړ

کابل باختر د غويي د مياشتې ٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس محمد اشرف غني د دولت له یو شمېر ویندویانو، د رسنیو د مسوولینو او د مرکز او ولایتونو له خبریالانو سره د مطبوعاتو د ورځې په درشل کې وکتل.
د جمهور ريېس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر مرستیال او د جمهور ریېس ویاند محمد هارون چخانسوري خبرې وکړې او هغوی ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د جمهوري ریاست د ویاند او رسنیو دفترونو او د حکومت د رسنیو مرکز تل هڅه کړې چې، د معلوماتو د ورکړې پر وړاندې پراته خنډونه چې د خلکو او رسنیو مسلم حق دی، لېري کړي او ټولو رسنیو ته په مساوي ډول د همکارۍ او اطلاع رسولو فضا برابره کړي.
هغه زیاته کړه، د رسینو فعالیتونه د هېواد د رسنیو د قانون او نورو نافذه قوانینو په رڼا کې  د بیان د ازادۍ او اساسي قانون د ارزښتونو بنسټ جوړوي.
چخانسوري د بیان او رسنیو ازادي د افغانستان د اسلامي جمهوریت مهمې لاسته راوړنې وبللې ويې ویل، حکومت د بیان ازادۍ او په دې برخه کې د لاسته راوړنو ساتنې ته ژمن دی.
وروسته د ولایتي خبریالانو په استازیتوب ملالۍ میوند خبرې وکړې او په امنيتي، اقتصادي، د برېښنا د کموالي، معلوماتو ته دلاسرسي د نشتوالي، د کار قانون د ناسم تطبیق او د خبریالانو د حقونو او امتیازاتو د کموالي په برخو کې د خبریالانو ستونزې بیان کړې.
دغه راز د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې اجرایېوي ریېس فهیم دشتي خبرې وکړې او د خبریالانو لپاره د ملي کنفرانس په اړه د معلوماتو ترڅنګ یې وویل، په یاد کنفرانس کې ګډونوالو د رسنیو اړوند مسایلو او ستونزو په اړه بحث وکړ او یوه ګډه کمېټه جوړه شوه چې د جمهوري ریاست په ګډون بحث شوي مسایل د اړوندو مسوولینو سره شریک کړي.
هغه دغه راز وویل یوه کمېټه چې په ترکیب کې یې د ماليې، مخابراتو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او اترا ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت استازي شامل وو او د خبریالانو د ستونزو د ارزونې په خاطر جوړه شوې وه، خپل کار ترسره کړی او د خپلو موندنو راپور به له تاسې سره شریک کړي.
دشتي څرګنده کړه، د خبریالانو اړوند یو زر قضیې ارزول شوي او زیاتې یې حل شوې دي او یوازې ۶۰ قضیې پاتې دي . هغه له جمهور ریېس هیله وکړه چې د هغو د ارزونې امر صادر کړي.
د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې اجرایېوي ریېس وویل، د رسنیو قانون کې تعدیلات پیشنهاد شوي، هیله ده چې د پړاونو له بشپړولو وروسته توشیح شي او همدارنګه خبریالانو سره د مرستې صندوق طرحه او طرزالعمل خبریالانو ته ترتیب کړى او ژر به له تاسو سره شریکه شي.
هغه جمهور ریېس ته وړاندیز وکړ چې امنیتي بنسټونو ته له خبریالانو سره د همکارۍ په خاطر لارښوونه وکړي او همدارنګه دولتي اعلانونه پر دولتي رسنیو سربېره خصوصي سيمه يېزو رسنیو ته هم ورکړل شي.
فهیم دشتي وویل، معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې وجود لري او د دې ستونزو د حل په موخه دې د ملي یووالي حکومت د ارشد مقاماتو په رهبرۍ معلوماتو ته د لاسرسي د همغږۍ کمېټه رامنځته شي.
هغه څرګنده کړه، د جمهور ریېس د لارښوونې په اساس سیمه یېزو رادیوګانو سره د همکارۍ په خاطر یوه طرحه چمتو او له جمهوري ریاست سره شریکه شوې ده او زموږ وړاندیز دادی چې د هغې د تطبیق په برخه کې عملي ګامونه واخېستل شي.
جمهور ریېس غني د دغو خبرو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته هغوی ته د ښه راغلاست په ترڅ کې په کابل کې د پروني تروریستي برید په اړه وویل، د پرونۍ تروریستي پېښې شهیدان د دموکراسۍ د لارې شهیدان دي چې ترهګرو وحشیانه برید ورباندې وکړ.
جمهور ریېس زیاته کړه، امنیتي ستونزې یوازې د یو قشر، ټولنې او ډلې نه دي او موږ د فکر او عمل په يوالي سره هغه حلولای شو.
هغه زیاته کړه، د دې لپاره باید عالمان، مدني او فکري بنسټونه، خبریالان او موږ ټول لاس سره ورکړو او په واحد صف کې ودرېږو.
جمهور ریېس څرګنده کړه، دښمنان زموږ د ملي غوښتنو پر وړاندې چې ټاکنې او سوله ده ستونزې رامنځته کوي ، اما هغوی باید پوه شي چې موږ شاته نه ګرځو او نه هم موږ له خپلو موخو څخه منحرفولی شي.
هغه زیاته کړه، داعش د یو قشر نه، بلکې د هوساینې، ثبات او د هېواد د پرمختګ دښمن دی.
جمهور ریېس وویل، چخانسوري ته زما لارښوونه داده چې د خبریالانو د مالي ستونزو د حل او د اعلانونو د عادلانه وېش په اړه خپل وړاندیز کابینې ته وړاندې کړي چې په دې اړه یو څرګند میکانیزم جوړ شي.
محمد اشرف غني اطلاعاتو ته د لاسرسي همغږۍ کمېټې د جوړېدو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه د خبریالانو ضد د تاوتریخوالي هغه قضیې چې تراوسه نه دي ارزول شوي ، رسیدګي به ورته وشي.
د هېواد جمهور ریېس محمدهارون چخانسوري ته لارښوونه وکړه چې له خبریالانو سره د ویندویانو د اړیکو دستورالعمل تنظیم کړي او ټینګار یې وکړ چې ټول ویندویان باید له شخصي اړیکو او سلیقوي چلند پرته معلومات عادلانه او په خپل وخت له رسنیو سره شریک کړي.
جمهور ریېس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د خبریالانو د مرستې صندوق سره چې جوړ شوی دی سربېره پر دې چې زه په کې برخه اخلم له بین المللي همکارانو څخه هم غواړم چې له دې صندوق سره مرسته وکړي.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته