کابل باختر د کب څلورمه :
وسله والو طالبانو د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د پوليسو په پوستوبريدونه وکړل؛ خو د سر د زيانونو په زغملو سره يې په شاتګ وکړ .
د کونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې طالبانو د ناړۍ ولسوالۍ په چپه ساحه کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د پوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او د سر دزيان، په زغملو سره يې په شاتګ وکړ.
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ