امنیت

په کاپيسا ولايت کې ديوه جومات ملا امام شهيد کړى شو .

کابل باختر د زمري  اتمه :
  په کاپيسا ولايت کې  ديوه جومات ملا امام تيره شپه  شهيد کړى شو .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب شينواري دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل: دکاپيسا ولايت دمرکز ريګ روان دشني دکلي  دجومات په امام  ملا سيد علي دماخستن  دلمانځه له اداکولو وروسته خپل کور ته دتګ په وخت کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ډزې  وشوې  او شهيد کړى شو .
تراوسه پورې ددغې پيښې  په اړوند  څوک نه دى نيول شوى او پوليس دبريد کوونکو دنيولو لپاره هلې ځلې کوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته