-کابل باختر د وري اتلسمه :
په ننګرهار ولايت کې دداعشيانو او طالبانو ترمنځ مرګانۍ نښتې هماغه شان دوام لري .
دغه جګړې ددې سبب شوي دي چې په سلګونو کورنۍ له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي .
دغه جګړې له مياشتو مياشتو راپديخوا دننګرهار ولايت دمومند درې او چپرهار دولسواليو په ځينو سيمو کې دوام لري .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نويو نښتو کې دداعش او دطالبانو دډلو څوارلس تنه غړي وژل شوي دي .
ده وويل چې دغه جګړې په يوې بلې ددغو دوو ډار اچوونکو ډلو داقتدار غوښتنې پرسر پيل شوي دي .
ډار اچوونکو دغه راز تر خپلې ادارې لاندې کليو په بريدونوسره څو کورونو ته اور واچاوه .
په څو وروستيو کلونوکې دهېواد ځينې سيمې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ دخونړيو نښتو ډګر دى .
دغه جګړې ددې سبب شوې دي چې ملکي وګړو ته دسرزيان داوښتو ترڅنګ په سلګونو کليوالي اوسيدونکي له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړ شي .
ختم_ عطاالله _اکرم
0 1 دقیقه لوستل