سیاست

حکمت خليل کرزي د آلمان د فدرالي جمهوريت د پارلمان له غړي اميد نوريپور سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٥
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون د آلمان له شنو ګوند څخه د دغه هيواد د فدرالي جمهوريت د پارلمان له غړي اميد نوريپور او ملګري هيئت سره يې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کتنې په پيل کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين افغانستان ته د نوريپور او د ده د ملګري هيئت د سفر له امله ښه راغلاست ووايه او د افغانستان او آلمان ترمنځ د ښو او ترايخي اړيکو په يادونې سره يې له افغانستان سره د تيرو کلونو په بهيرکې د دغه هيواد د همکاريو له امله مننه وکړه.
د کتنې په دوام د بهرنيوچارو وزارت سياسي معين دکندز روانو حالاتو ته په اشارې سره په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو برياليتوبونه مهم او دستاينې وړ وبلل.
دغه راز په دې کتنه کې د هيواد د سياسي حالاتو، د سيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا او له ګاونډيو او د سيمې له هيوادونو سره د افغانستان د اړيکو په باب خبرې اترې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته