روغتیا

د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ شل بستريز روغتون پرانيستل شو

کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
د هېواد د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ ٢٠ بستريز روغتون له بيا رغاونې وروسته نن پرانيستل شو.
د شمال ډبرو سکرو تصدۍ د ٢٠ بستريز روغتون مسوول ډاکتر محمد حکيم افضلي باختر آژانس ته وويل چې دغه روغتون په بيا رغاونې برسېره ناروغانو ته د شلو معياري چپرکټونو او د عصري مايکروسکوب په وسايلو سره د پلخمري ښار د ترافيکو په دوه سرکه کې فعال شوى دى.
ډاکتر افضلي وويل چې دغه روغتون د عمومي داخلې، فزيوتراپۍ، د زړه ګراف او د لابراتوار برخو په لرلو سره د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ د کارګرانو او کارکوونکو او د پلخمري ښار د خلکو په خدمت کې دى.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته