
کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې د تاسیس ۱۰۳مه کلیزه ونمانځل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نعيم الحق حقاني وویل، چې د هېواد په لوېديځه د اتفاق اسلام ورځپاڼې په څېر بله داسې خپرونه نشته چې دومره موده یې خپرونې کړې وي.
حقاني زیاته کړه، چې اتفاق اسلام ورځپاڼه په حقیقت کې زموږ د هېواد د تاریخ د یوې پېړۍ یادونه کوي.
نوموړي وویل، چې کله د اطلاعاتو او کلتور ریاست نه و، ټول کلتوري فعالیتونه د همدې ورځپاڼې له لارې ترسره کېدل.
نعیم الحق حقاني د اتفاق اسلام ورځپاڼې د خپرېدو او د کارکوونکو د شمېر پر کموالي اندېښنه وښوده او ويې ويل، چې له مرکزي چارواکو يې غوښتي، څو د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست ته په دې برخه کې بوديجه ځانګړې کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس زیاته کړه، اسلامي امارت د رسنیو مخالف نه دی او د حکومت په دواړو دورو کې یې د ورځپاڼې د فعالیتونو مخه نه ده نیولې بلکې د تقویې لپاره یې کار کړی دی.
په همدې حال کې په دې غونډه کې د ژورناليزم په برخه کې يو شمېر فرهنګیانو او کارپوهانو د هېواد له دود سره سم دغه ورځپاڼه د پرمختګ غوښتونکي شول .
له بلې خوا د اتفاق اسلام ورځپاڼې مسوول مدير فايق هروي وویل، چې دغه ورځپاڼه په قوي محتوا سره تحليلي، سالم او فرهنګي مطالب خپروي.
هروي زیاته کړه، چې اوسمهال د ورځپاڼې په څانګه کې ۹ تنه کار کوي، خو دا کافي نه ده او تمه ده چې د ورځپاڼې د خپرېدو او د پرسونل په شمېر کې زیاتوالی راشي.
د اتفاق اسلام ورځپاڼه د هرات د يوه وتلي ليکوال او فرهنګي شخصيت ميراث ده، چې اوسمهال له ستونزو او د امکاناتو له نشتوالي سره سره هره ورځ خپرېږي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه پروګرام په وروستۍ برخه کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس د اسلام ورځپاڼې د مديريت لپاره نغدي مرسته هم وکړه.