ورزش

دپنجشير څلورو تنو ورزشکارانو دمرکز ملي ټيم ته لاره وموندله

کابل باخترد کب شپږمه :
دپنجشير  څلورو تنو ورزشکارانو دمرکزد منتخب ټيم غړيتوب ترلاسه کړ .
دپنجشير له ولايت څخه دتکواندو دورزش  څلورو تنو ورزشکارانوچې دتکواندو دانتخاباتي سياليو په نهم پړاو کې ګډون کړي وو دلوړو امتيازونو  په ترلاسه کولو سره دکابل منتخب  ټيم ته لاره وموندله
دبدني روزنې او ورزش مسوول غلام ايشان الماس دباختراژانس خبريال ته وويل چې راشد سروري په اتم وزن کې دسرو زرومدال ، عاطف  يعقوبي په دويم وزن کې دسرو زرومدال، اصف يعقوبي په دريم وزن کې دژيړومدال اوخواجه  يعقوب په نهم وزن کې د ژيړو مډال ترلاسه کړل چې له دې جملې څخه  څلور تنو دکابل دمنتخب ټيم غړيتوب ترلاسه کړ .
ده زياته کړه چې دغه سيالى دوه اوونۍ د تکواندو فدراسيون رياست له خوا دمرکز زون دسلګونو ورزشکارانو په ګډون دکابل  دالمپيک رياست په ورزشي  لوبغالي کې پيل شوې وې.
  ختم- سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته