ورزش

دهيواد دکرکټ ديوه ستوري معرفي کول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٨
اصغر ستانکزى دهيواد دکرکټ دملي ټيم يوه مشهوره څيره ده چې تراوسه پورې يې له بهرنيو سياليو څخه دهيواد دکرکټ ملي ټيم ته زياتې وياړنې ګټلې دي .
دباختر آژانس دخبرله مخې : اصغر ستانکزى له يوه کال راپه دې خوا د ټيم دکپټان په توګه دنده ترسره کوي او په دې موده کې له ټيم څخه د ده مديريت د آسيا او نړۍ په کچه دکرکټ دملي ټيم د زيات سمون او و ياړ دترلاسه کولو سبب شوى دى .
دهيواد دکرکټ دملي ټيم دغه لوبغاړى ٢٨ کاله مخکې په کابل کې وزيږيد او څوارلس کاله مخکې يې په پاکستان کې کرکټ ته مخه وکړه او له لسو کلونو راپه دې خوا دهيواد دکرکټ دملي ټيم په ترکيب کې سيالي کوي.
اصغر ستانکزى د دولسم ټولګي فارغ دى ، په جلال آباد ښارکې ژوند کوي، ده واده کړې ده او دوه بچيان لري .
دهيواد دکرکټ دملي ټيم دغه ستورى په ٢٠٠٩ کال کې دلومړي ځل لپاره د اسکاتلند دکرکټ دملي ټيم په وړاندې په پنځوس اوريزه سيالى کې او د ايرلند دملي ټيم په وړاندې په شل اوريز لوبه کې ګډون وکړ او تراوسه پورې په٥٣ پنځوس اوريزو او٣٦ شل اوريزوبهرنيو سياليو کې يې ګډون کړى دى .اصغر ستانکزى په توب اچولو او توپ وهلو کې په فرد پورې اړوند ځانګړى مهارت لرى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته