
کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر
د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رييس د امام فخر رازي زيارت د ترميمولو او بيا رغاونې د بهير په ګړندي کولو ټينګاروکړ.
د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رييس عبدالتواب مبارز باختراژانس ته وويل چې په دې پروژه کې د تاريخي قدامت اومعمارى اصالت په ساتنې سره د زيارت د بېلابېلوبرخو ترميمول شامل دي .
د امام فخر رازي زيارت د بيا رغاونې کار تېرکال د تيکا دفتر په مالي همکارى اود هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې او ترميمولو امريت ترڅارنې لاندې پيل شوې و.
ټاکل شوې ده دغه زيارت ډېر ژر د زيارت کوونکو پرمخ پرانيستل شي.
-ج-ا