سیاست

خلک دانګلستان هراړخيزې همکارۍ نه هيروي .

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه
  داصلاحاتو او ښې حکومتوالى په باره کې  دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود نن په کابل کې دانګلستان له سفير دومنيک  جيرمي سره وکتل .  دجمهور رييس دفوق العاده استازي  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  په دې کتنه کې   دجمهور رييس فوق العاده استازي دافغانستان له دولت اوخلکو سره  دانګلستان ددوستانه مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه اوزياته يې کړه دانګلستان  هېواد د هېواد خلکو ته  نړيوال شريک دبيا جوړولو ، امنيت او دمطلوبو حکومتي  خدمتونو دوړاندې کولوژمن او داصلاحاتو دراوستلو  اودښې حکومتوالۍ  ملاتړى دى او دافغانستان خلک  به دانګلستان هراړخيزې  مرستې هيرې نه کړي . 
په کابل کې دانګلستان دشاهي هېوادسفير هم  دجمهور رييس له فوق العاده استازي سره دکتنې له امله دخوښۍ په څرګندولو سره ، يوځل بيا دبيا جوړولو ، داصلاحاتو  دراوستلو اوښې حکومتوالۍ ، بشردوستانه او انکشافي مرستو او په افغانستان کې دامنيتي برخې دپياوړتيا لپاره دخپل هېواد دژمنې يادونه وکړه او ويې ويل چې دانګلستان دولت دباثباته افغانستان لپاره تل هلې ځلې کړي دي او هڅه کوي چې دافغانستان دسولې بهير بريالى شي .
په دې کتنه کې دښې حکومتوالۍ دلازياتې پياوړتيا ، انتخاباتي اصلاحاتو او دسولې دخبرو په باب هم خبرې وشوې .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته