خبرونهفرهنګ

په هرات کې د انځورګرۍ نندارتون جوړېږي

 کابل، د وږي٣٠ مه، باختر

يو شمېر انځورګرانو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس مولانا نعيم الحق حقاني سره په کتنه کې وويل چې دوى په هرات کې د انځورګرۍ نندارتون د جوړلو پروګرام ترلاس لاندې لري.

د ارباب زاده د انځورګرۍ د ګالرۍ مسوول عبدالکريم ارباب زاده د باختراژانس خبريال ته وويل چې ټاکل شوې ده، د ښوونکي ورځې په مناسبت د انځورګرۍ نندارتون جوړ کړي او په دې نندارتون کې انځورګران او څه ناڅه ٥٠ ښوونکي وستايل شي.

انځورګرانو له مولانا حقاني سره په کتنه کې د نندارتون د جوړولو لپاره د يو مناسب ځاى غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني وايي چې انځورګران تل د ټولنې حالت انځوروي او د هغوى ملاتړ د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست دنده ده.

هغه وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هر څه چې په واک کې لري د انځور ګرانو په واک کې يې ورکوي چې هغوى له پخوا زيات فعاليت وکړي.

نوموړي وويل چې انځور ګران دې هلې ځلې وکړي چې د هېواد ابادى او ښکلا تصوير کړي.

\  ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا