امنیت

په غزني کې يو ځانمرګى بريدکوونکى ووژل شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
يوځانمرګى بريدکوونکى مخکې له دې چې دغزني ښارته ننوځي؛ د پوليسو له خوا وپيژندل شو او دخپل موټر په چولو سره يې ځان وواژه.
په غزني ښارکې د باختر آژانس خبريال ددغه ولايت دقره باغ د ولسوال فضل الرحمان نظر وال له خولې خبر راکړ: نن سهار دشپږ وبجو په شاوخواکې يو ناپيژندل شوي سړي غوښتل دغزني ښارته ننوځي او په ځانمرګى بريد لاس پورې کړي چې دغزني ښار په جنوب کې د خانوخيلو په امنيتي پوستې وپيژندل شو، هغه خپل موټر وچاوه ځان يې وواژه او د پوستې د ودانۍ يوه برخه يې ويجاړه کړه .
دغزني د قره باغ ولسوال تاييد کړ چې دوه تنه پوليسان برسيرن ټپيان شوي دي چې په سيمه کې يې درملنه شوې ده.
په همدې حال کې د باختر آژانس خبريال زياته کړه چې په غزني ښار او شاوخوا سيموکې امنيتي تدبيرونه په جدي توګه نيول شوي دي او حسيني عزاداران د خپلو مراسمو په ترسره کولو بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته