خبرونهاقتصاد

په هرات کې د اوبو يو کانال او يو سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

– کابل، د دزمري١٧ مه، باختر

په هرات کې  د اوبو لګولو د يو کانال او يو سړک د جوړولو او بيا رغونې کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

په هرات ښار کې د حاجي عباس د اوبو کانال ٤١٠ متره اوږدوالی لري چې ترې په سلګونه جریبه ځمکې خړوبېږي.

دغه راز  دغه سړک ٨٧٠ متره اوږدوالى او څو کلي له عمومي واټ او بازار سره نښلوي.

د هرات ښاروالۍ يو مسوول باختر آژانس ته وويل؛ چې د ملګروملتو سازمان پرمختيايي ادارې  د دغو دوو پروژو پر تطبيق  ١٣٦ زره امريکايي ډالره لګولي دي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا