کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دکابل پوليسو داوپراتيفي عملياتوپه پايله کې ١٣ تنه دجنايي جرمونو په تور دکابل ښار له بېلابېلو ناحيو څخه ونيول
دباختراژانس دخبرله مخې، په دغوکسانو دوژنې ، ټپي کولو ، دوسايطو غلا ، دموبايلونو دلوټولو ، دوسايطو دلمبر پليټونو دغلا ، او دباج اخستنې په تور دکابل ښار د ١٧_ ١٥_ ١٠_ نهمې او دويمې ناحيې له مربوطاتو څخه ونيول شول .
له نيول شويو کسانو څخه پنځه تومانچې ، دوه چره يي توپکونه اويو غلا کړى شوي واسطه دپوليسو لاس ته ورغلې ده .
ختم _ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ