امنیت

طالبانو په روزګان کې یو لوی پُل په بمونو الوزولی دی

ترینکوټ باختر د وږي ۶ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ پورې اړوند سرخوم سیمه کې وسله والو طالبانو تېره ورځ یو لوی پُل چې د روزګان  د دوو ولسوالیو چهارچینو، دهراوود او د قندهار د نېش ولسوالۍ خلکو پرې تګ را تګ کاوه، په بمونو الوزولی دی.
په روزګان کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لوا ویاند حکمران
وفادار د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو تر ماتې وروسته دغه پُل چې ملکیانو پرې تګ راتګ کاوه، د څو بمونو په مټ ویجاړ کړی دی.
دغه پُل چې ۴۵ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، له نن څخه پوره پنځه
کاله وړاندې د استرالیا هېواد له خوا د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د
نهو میاشتو په موده کې رغول شوی و.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته