امنیت

پوليس د څلورڅلويښت کيلوګرامو نشه يي توکو په نيولو بريالي شول

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
درې تنه پرون له څلور څلويښت کيلوګرامو چرسو سره د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې ونيول شول.
دپروان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير باختر آژانس ته وويل: دغوکسانو چې څلورځلويښت کيلوګرامه چرس يې په ماهرانه ډول دکرولا موټر په ټايرونوکې ځاى پرځاى کړي و اوغوښتل يې کابل ته يې وليږدوي؛ دپوليسو له خوا ونيول شول .
ديوبل خبرله مخې: نولس کيلوګرامه اوومه چرس د سالنګ په لويه لاره کې په يوه کرولا موټرکې دپوليسو لاس ته ورغلي دي.
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې دمدير د څرګندونو له مخې: دوه تنه ددغو توکو دليږدونې په تورنيول شوي دي .
دغه راز درې ويشت کيلوګرامه اپين دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې دمديريت دپوليسو له خوا د جبل السراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوه  کرولا موټرکې ترلاسه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته