
کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر
د هرات امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز په ۱۳ امنیتي حوزه کې یې د حرفوي غلو ۷ کسیزه ډله نیولې ده.
د هرات امنیتي مسوولینو د باختر آژآنس خبریال ته وویل، چې دغه کسانو په ښار او لویو لارو کې غلاوې کولې او هم به یې خلک لوټل.
د مسوولینو په وینا، له دغه کسانو سره ۳ موټرسایکلونه هم نیول شوي دي.
لمر