امنیت

په جوزجان کې داوو تنو تروريستانو نيول .

کابل باختر دزمري  پنځمه :
اووه تنه تروريستان په جوزجان ولايت کې  ونيول شول .
دغه کسان چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و  په اقچې ولسوالۍ کې  دپوځيانو په ځانګړو عملياتو کې نيول شوي دي .
په جوزجان ولايت کې دپوليسو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ. په دغو پوځي عملياتو کې دطالبانو دډلې اووه تنه غړي نيول شوي دي .
ده زياته کړه دغه طالبان په تروريستي فعاليتونو بوخت و چې دامنيتي مامورينو له خوا ونيول شول .
له دغو کسانو څخه څوجنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل  خبر له مخې  شپږ تنه وسله وال طالبان  په جوزجان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې  ووژل شول .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو ته زيان  نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته