دپلخمري ښار باختر دزمري دمياشتې ٨ :
په بغلان کې دطالبانو له خوا د يوځاى پرځاى کړاى شوي بم د چاودنې له يوولس تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دغه پيښه پرون مازيګر د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې يوه جومات ته څيرمه رامنځته شوې ده .
د رارسيدلو خبرونوله مخې دغه بم په يوه ريکشا ډوله موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوى و او چاودنه ټيک هغه وخت رامنځته شوه چې لمونځ کوونکو دلمانځه لپاره تيارى نيوه .
د بغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري د باخترآژانس خبريال ته وويل : چې په دې چاودنه کې يوولس تنه ملکي وګړي ټپيان شوي.
ده وويل چې دطالبانو د دغه بمي بريد په باب دطالبانو موخه په بغلان کې دتروريستي ډلو پرخلاف د وګړني پاڅون ديوه قوماندان سيدمحمد ترور و خو په دې پيښه کې ده ته زيان نه دى اوښتى.
په همدې حال کې د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون يوه مسوول ډاکتر خليل نرمګوى ددغې پيښې دټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله .
0 1 دقیقه لوستل