فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوشمير خبريالانو دبشر دحقوقو په ورکشاپ کې ګډون وکړ .

کابل باختر دلړم  دمياشتې  څلورمه :
دغه ورکشاپ  دعدليې وزارت دبشر دحقوقو دملاتړدادارې له خوا جوړ شوى دى او هدف يې  په هيواد کې دبشر دحقوقو درعايتولو ، ملاتړ او تحقق سره دبرخه والو  بلدتيا بلل شوې ده .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دغه ورکشاپ  دعدليې وزارت دبشر دحقوقو دملاتړ دادارې دمسوول له خوا پرانستل شو او ټاکل شوې ده چې ددغه ورکشاپ  په دوو کاري ورځو کې داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت يو ويشت تنه  خبريالان په بيلابيلو برخو کې دبشر دحقوقو له اوولس ګونو موضوعګانو سره بلد شي .  او هم دبشر دحقوقو دنړيوال کنوانسيون درعايتولو په وړاندې دافغانستان دحکومت دمکلفيتونو په باب زده کړې  وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته