ټولنه

په بغلان کې د اوبو رسولو يوه شبکه پرانیستل شوه

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړولو کار بشپړ شو او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کليو د بيارغاونې او پر مختيا وزارت باختر آژانس ته د يوې خبرپانې په استولو سره ليکلي دي چې د اوبو رسولو دغه شبکه د بغلان د دوشي ولسوالۍ په اتمان خېلو کلي کې د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د کليوالي روغتيا ساتنې او د اوبو رسونې ملي پروګرام په همکارۍ د څلورو میليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د اوبو رسونې د دغې شبکې په جوړېدو سره څه دپاسه ۲۷۰ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته