روغتیا

په پل حصار کې دميندو او ماشومانو دمړينې کچه ټيته شوې ده .

کابل باختر د غبرګولي   شلمه :
دبغلان ولايت په پل حصار  ولسوالۍ کې دميندو او ماشومانو دمړينې کچه ټيته   شوې ده .
دبغلان ولايت دپل حصار ولسوالۍ دنوبهار  دکلي يو سپين ږيرى عبدالله وايي  له نوي يمې لسيزې څخه مخکې  په دغې ولسوالۍ کې دميندو او ماشومانو  دمړينې کچه په سلوکې  څه دپاسه  شپيتو ته رسيده چې اوس بيخي  ټيټه شوې ده .
ده دخپلو خبرو  په دوام وويل  چې په زيږونونو کې دوقفي رعايتول ، ر وغتيا  ساتنه ،  ښځو ته  دروغتيايي  کارکوونکو له خوا پوهاوي ،  دماشومانو دوژونکو  ناروغيو دواکسينونو تطبيق او په تيره بيا دپوليو  دکمپاين  عملي کول  ددې سبب شوي دي چې دميندو او ماشومانو  دمړينې کچه ټيټه شي چې داکار  ددغې ولسوالۍ دروغتيايي  کارکوونکو دهلو ځلو  ثمر ده .
  دپل حصار  ولسوالۍ دنوبهار  دکلي اوسيدونکي  عبدالله دروغتيايي  پروژو  په تطبيق اوښځو ته  دروغتيايي   روزنيزو ورکشاپونو  په جوړولو کې داغاخان دانکشافي  بنسټ رول ګټور وباله  او ويې ويل چې دکورنيو دپوهې دکچې  لوړول  ددې سبب شوى دى چې  دميندو او ماشومانو دمړينې کچه  ټيته شي .
  دپل حصار ولسوالۍ اوسيدونکو قدسيې  او نذير احمد هم دخلکو دپوهې دکچې لوړول  په دې ولسوالۍ کې دماشومانو او ميندو دمړينې دکچې دټيټوالي عوامل وبلل .
   ختم _  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته